اوقات کار : از روز یکشنبه تا روز پنجشنبه از ساعت 8:00 صبح الی 4:00 عصر

بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته ورسيد

سه شنبه| 30مرغومی ۱۳۹۹| سمون | 19جنوري ۲۰۲۱ | جده
جده – د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلی محمد حنيف اتمر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن ماسپيښين د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد. ښاغلي اتمر او ورسره پلاوی ته د ملک عبدالعزيز په هوايي ډګر کې د سعودي عربستان د لوړ پوړو مقاماتو لخوا تود هرکلی وشو.
سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر د سفر موخه د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا، د سولې له بهير څخه د رياض د دوامداره ملاتړ قدرداني، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ده.
ټاکل شوي د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان آل سعود او يو شمېر نورو لوړ پوړو مقاماتو سره د افغانستان د سولې بهير پر محور د نړۍ او سيمې د اجماع پر پراختيا او د سولې له بهير څخه د اسلامي نړۍ هېوادونو د ملاتړ پر زياتيدو او يو شمير نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.
د سفر په لړ کې په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر، ښاغلي احمد جاوید مجددي، ‎ د اسلامي همکاری په سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ډاکټر شفیق صمیم د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو چارو ستر سلاکار ښاغلي باري سلام، د دويمې سیاسي څانګې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وردک، د تشریفاتو ریاست مرستیال ښاغلي میر عبدالجبار رحیمي او ښاغلي سهيل رامین او ورسره ملتیا کوي.